د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي چې د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوی، هره طرحه به بې ګټې وي.
محب ټینګار کړی دی چې دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه کې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې او د ملګري ملتونو په منځګړیتوب یې د یوې پراخ بنسټه ناستې خبره کړې ده.