په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې د جو بایډن اداره نه غواړي واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره القاعده ډله پياوړي کړي.
نوموړي د هیل نشریې ته د یوې لیکنې په ترڅ کې ویلي، بایډن دا درک کړې ده چې طالبانو له امریکا سره د دوحې هوکړه کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی. هغه زیاته کړې، که څه هم بایډن په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې د منځني ختیځ په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو څخه د امریکایي سرتېرو د ستنولو خبره کړې وه خو د بایډن اداره اوس بېرته په افغانستان کې د امریکایي نظامیانو پر حضور ټینګار کوي.
حقاني چې اوس د واشنګټن په هوډسن پوهنتون کې د مرکزي او جنوبي اسیا د مطالعاتي مرکز رییس دی وایي، بایډن دې نتیجې ته رسېدلی دی چې طالبان د افغان جګړې پایته رسولو ته اراده نه لري، امریکا سره یې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دغه راز یې د افغانانو غوښتنې له پامه غورځولې دي.