Home » افغانستان » جي شنکر: افغانان باید له هر ډول بهرني فشار پرته د خپل هېواد د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي
رویداد خبري آژانس

جي شنکر: افغانان باید له هر ډول بهرني فشار پرته د خپل هېواد د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر له خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې افغانان باید له هر ډول بهرني فشار پرته د خپل هېواد د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي.

یو شمېر هندي رسنیو د نوموړي له قوله ویلي، چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې ځانګړې توګه د هند په ګټه دی او دوی غواړي چې د سولې پروسه د بهرنیو هېوادونو له مداخلې پرته مخ ته لاړه شي او په خپله افغانان د خپل هېواد سرنوشت وټاکي.

په ورته وخت کې راپورونه وایي چې امریکا هند د افغان سولې برخه کې همکارۍ ته هڅولی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایکونومیک ټایمز د مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازې الیس ویلز له قوله ویلي وو چې باثباته افغانستان د هند همکارۍ ته اړتیا لري او هند باید د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره له طالبانو سره ځان نږدې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...