Home » سیمه او نړی » جو بایډن له کووید-۱۹؛د مبارزې لپاره د اقتصادي مرستو اعلان وکړ
رویداد خبري آژانس

جو بایډن له کووید-۱۹؛د مبارزې لپاره د اقتصادي مرستو اعلان وکړ

د امریکا متحده ایالالیتونو منتخب ولسمشر جو بایډن له کووید-۱۹ سره د مبارزې تر نامه لاندې د اقتصادي مرستو اعلان وکړ چې له مخې به یې د واکسین ورکول زیات او له دغه ناروغۍ څخه به د اقتصادي اغېزو مبارزه کوي.

د بایډن د دغو اقتصادي مرستو له مخې، به له امریکایانو سره نغدي مرسته کېږي، په خوندي توګه به پرې ښوونځي پرانېستل کېږي او د هېواد په کچه به پرې د واکسین پروګرام غښتلی کېږي.

‌ نوموړي ویلي، چې د روانې جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه له ولسمشر کېدو سره به په لومړیو سلو ورځو کې سل میلیونه دوزه واکسین خلکو ته ورکړي.

په امریکا کې نږدې ۳۸۸۰۰۰ کسان له کرونا څخه مړه شوي او له دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا وبا په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...