ولسمشر جو بایډن په متحدو ابالاتونو کې کرونا وبا ناروغۍ له امله د څه باندې پنځه لکه کسانو مړینه یوه وېروونکې غمیزه او بوږنوونکې مرحله بللې او د هېواد له خلکو یې غوښتې دي چې د دې وبا پرضد په مبارزه کې یو موټی شي
جو بایډن چې د خپلې کورنۍ غړي یې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې خپل ویر ته اشاره وکړه او پر امریکایانو یې غږ وکړ چې د خپلو تللو عزیزانو یاد ته درناوی ورکړي او په یاد یې وساتي.
هغه له امریکایانو وغوښتل چې هوښیار واوسي، ټولنیز واټن وساتي، ماسکونه واغوندي او په خپل وار واکسین وکړي.
د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په متحدایالاتونو کې د کووېد-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۵۰۰۲۳۶ کسانو ته رسېدلې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اته ویشت میلیونه یو سل او اته اتیا زرو ۲۸۱۸۸۰۰۰ اوښتی دی.