د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، جسټين ټروډو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه جدي اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
په بیان کې راغلي، چې دواړو لورو همدا راز د ناټو ددفاع وزیرانو پر راتلونکي کنفرانس هم خبرې کړې دي او کاناډا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې ملګرتیا او همکاري دوام لري.