Home » افغانستان » تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي
رویداد خبري آژانس

تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۳ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۲۳۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۷۷ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۹۵۴ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...