د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې د وسله والو په یو برید کې دوه سمندري سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ګوادر پولیسو ویلي چې دا پېښه نن د دغه ایالت د جیوني په ګنز سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په خبره، ناپېژاندو وسله والو په داسې حال کې د پاکستان سمندري ځواکونه په نښه کړي دي چې په ګزمه له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.
پولیسو بیا ویلي چې په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی. تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو منلی دی.