Home » سیمه او نړی » بلوڅ وسله والو یو پاکستانی جاسوس په دار ځړولی
رویداد خبري آژانس

بلوڅ وسله والو یو پاکستانی جاسوس په دار ځړولی

له پاکستان څخه د ازادي اخيستونکيو بلوڅو يوه وسله‌واله ډله بلوچ ريپبليکن ارمي وايي، سرتېرو يې د پاکستان يو جاسوس تر نيولو وروسته په دار ځړولی دی.

د دغې ډلې ویاند بيبګر بلوڅ وایي چې دغه کس غلام جان نومېده او څو ورځې وړاندې د پنجګور په ګوارګو سيمه کې د دوی سرتېرو ته په لاس ورغلی و.

د بلوڅ په وینا، تر پوښتنو ګروېږنو وروسته مالومه شوه چې دغه کس پاکستاني استخباراتو ته د ملتپالو بلوڅو ځايونه ورښوول او د خلکو په تښتولو کې يې هم ورسره مرسته کوله.

نوموړي ویلي، د جرمونو تر ثابتېدو وروسته د پاکستان خواخوږيو او جاسوسانو ته د دوی په قانون کې سزا په دار ځړول دي او ځنډ هم نه پکې کوي.

بيبګر وايي، له ټولو خلکو يې غوښتنه دا ده چې د پاکستان خوا دې نه نيسي او که يې نيسي او بيا دوی ته په لاس ورځي، د ژوندي پاتې کېدو چانس نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...