Home » افغانستان » بشري حقونو کمېسیون:د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار اساسي قانون دی
رویداد خبري آژانس

بشري حقونو کمېسیون:د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار اساسي قانون دی

بشري حقونو کمیسیون:د سولې د تامین لپاره د اساسي قانون ساتل اړین دي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره باید اوسنی اساسي قانون وساتل شي.

یاد کمیسیون زیاته کړې، چې اوسني اساسي قانون د نړیوالو اسنادو په چوکاټ کې د افغانانو ټول اساسي حقونه او ازادۍ تضمین کړې دي نو له همدې امله په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار اساسي قانون دی.

د بشري حقونو کمېسیون دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د اساسي قانون له منلو ځکه انکار کوي چې غواړي په همدې توګه اوسنی نظام له منځه یوسي.

د یادونې ده چې طالبان هم اوسنی اساسي قانون نه مني او د اسلامي قانون تر چتر لاندې د یو نوي نظام ټینګېدو غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...