Home » افغانستان » برېښنا شرکت: د برق په تولیدکې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی
برېښنا شرکت

برېښنا شرکت: د برق په تولیدکې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د روان کال په لړم میاشت کې د نغلو، سروبي او ماهیپر برېښناکوټونو د برېښنا تولید د تلې میاشتې په پرتله نږدې ۳۲ سلنه زیات شوی دی.

د ياد شرکت معلوماتو له مخې، دغو درېیو برېښناکوټونو په تلې میاشت کې ۱۴ زره او ۴۷۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړې وه، خو په لړم میاشت کې یې تولید ۱۸ زره او ۴۵۵ مېګاواټو ته لوړ شوی دی.
شرکت همداراز زیاتوي، وروستیو ورښتونو د دغو برېښناکوټونو پر تولید مثبت اغېز کړی او د دغه شرکت هڅه کوي د کورنیو سرچینو د تولید کچه لوړه او سرچینې پراخې کړي.

ماريا نيازی

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی

د کابل ښار یو شمېر ...