Home » افغانستان » برېټانیا؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر،په کابل کې د برېټانیا سفیره الیسون بلېک

برېټانیا؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې

برېټانیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده.

په کابل کې د برېتانیا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون سې شنبې په ورځ (د سلواغې۲۱مه نېټه) د لیدنې پر مهال ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د الیسون بلېک په وینا په کابل او نورو ښارونو کې هدفي بریدونه او روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید ژر تر ژره ختم کړل شي.

بلېک یو ځل بیا ویلي چې برېتانیا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې د جګړې د ختمولو او افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د برېتانیا رول مهم دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې په دې برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...