Home » افغانستان » بابرافتخار:په کابل کې ناست هندی ډیپلوماټ په پاکستان کې خلک وژني
رویداد خبري آژانس

بابرافتخار:په کابل کې ناست هندی ډیپلوماټ په پاکستان کې خلک وژني

بابر افتخار وايي، په کابل کې ناست هندی ډيپلوماټ په پاکستان کې خلک وژني

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار نن په اسلام‌اباد کې رسنيو ته وويل چې هند په دې وروستيو کې په پاکستان کې لاسوهنې زياتې کړې او اوس پر دې کار کوي چې څو وسله‌والې ډلې سره يو ځای او په پاکستان کې د جګړو نوی فصل پرانېزي.

دی وايي، هند د بلوڅو څو وسله‌والې ډلې بي‌ار‌اې، بي‌ايل‌اې او بي‌ايل‌ايف سره يو ځای کوي چې هغه تر وروسته به په بلوچستان کې ناورين جوړ شي.

مېجر جنرل افتخار وايي، په دې سربېره، هند هڅې ګړندۍ کړې دي چې جماعت الاحرار او حرکت الانصار ډلې هم له پاکستاني طالبانو سره يو ځای کړي او بيا يې د پاکستاني حکومت پر ضد وجنګوي.

هلته يې په کراچۍ کې د الطاف حسين ايم‌کيو‌ايم ته ګوته ونيوه چې ګواکې دغې ډلې ته هم هند پيسې او وسلې ورکوي او ورباندې په کراچۍ کې خلک وژني.

بابر افتخار وايي، د دې ټولو دسيسو تر شا په کابل کې د هند په سفارت کې د کرنل راجيش په نامه، ناست استخباراتي ډيپلوماټ دی چې پرله‌پسې يې په پاکستان کې د ناامنيو لمبو ته لمن وهلې ده.

د ده په خبره، هندي استخبارات په دې سربېره، اوس غواړي د پاکستاني داعش په نامه هم په پاکستان کې يوه بله وسله‌واله ډله جوړه کړي، چې يوازې پاکستانيان به وژني.

تر اوسه د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...