Home » سپورټ » ای پي ایل؛ پنجاب د ۱۲ منډو په توپیر حیدراباد ته په مهمه لوبه کې ماته ورکړه
رویداد خبري آژانس

ای پي ایل؛ پنجاب د ۱۲ منډو په توپیر حیدراباد ته په مهمه لوبه کې ماته ورکړه

د ای پي ايل سياليو په لړ کې پنجاب د ۱۲ منډو په توپير حيدر اباد ته ماته ورکړه.

اوس د ای پي ايل هغه پړاو لوبې پيل سوي چې د هرې لوبې ګټل يې د لوبډلو لپاره ډېر مهم دي.، ځکه ممبی،ډهلي او بنګلور هڅه کوي ځان د جدول په سر کي راولي خو پنجاب، حيدراباد او راجستان غواړي په غوره څلورو لوبډلو کې ځانونه راولي، همدارنګه کلکته بيا کوښښ کوي چې پر خپل څلورم مقام پاته وي.

د ای پي ايل ۴۳مه لوبه کې سنرايزر حيدراباد د لوبې پچه وګټله او کينګز ايليون پنجاب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پنجاب لپاره پوران ۳۲، راهول ۲۷ او کريس ګېل ۲۰ منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې د حيدراباد لپاره راشدخان،سنديپ شرما او جېسن هولډر دوې دوې ويکټې واخيستلې.

رویداد خبري آژانس

که څه هم د ۱۲۷ منډو هدف ډېر لږ وو خو د پنجاب توپ اچوونکو يې ښه دفاع وکړله.

د حيدراباد لپاره ډېويډ وارنر ۳۵، ويجی شنکر ۲۶ او بيړسټو ۱۹ منډي وکړې.

د پنجاب لپاره ارشديپ سينګ او کريس جوردن درې درې ويکټي واخيستې،همدارنګه محمدشمې، مورګن اشوين او بيشنو يوه يوه ويکټه واخيستله.

رویداد خبري آژانس

لوبه پنجاب د ۱۲ منډو په توپير سره وګټله او د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه کريس جوردن ته ورکړل سوه.

پدې بريا سره د پنجاب چانس دويم پړاو ته زيات سو خو حيدراباد به يوازي په بخت سره غوره څلورو لوبډلو کې ځای نيسي.

پنجاب ۵ لوبې ګټلي او د جدول په پنځم ځای کي قرار لري او حيدراباد د ۴ لوبو په ګټلو سره شپږم ته کښته سو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...