Home » سیمه او نړی » ایټالیا له کانګو څخه د خپل وژل شوي سفیر مړی انتقالوي
رویداد خبري آژانس
د ایټالیا ملي بیرغ

ایټالیا له کانګو څخه د خپل وژل شوي سفیر مړی انتقالوي

ایټالیا د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته یوه الوتکه استولې ده چې په هغه هېواد کې د خپل وژل شوي سفیر او د هغه د ستانکي مړي روم ته انتقال کړي

سفیر لوکا اتاناسیو چې ۴۳ کلن و، تېره ورځ فبروري ۲۲ (کب۴) د ملګرو ملتونو د خوړو د سازمان د پروګرام په یو کاروان کې روان وو چې غلچکی برید پرې وشو او ووژل شول.

د خوړو د سازمان د پروګرام یو موټر چلوونکی مصطفی میلامبو هم په برید کې وژل شوی دی.

پېښه د کانګو د ګوما په ښار کې وشوه.

د دوی مړي د ملګرو ملتونو په یو موټر کې تر هوايي ډګر پورې ورسول شول.

د کانګو د دموکراتیک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د هوتو ډله چې د رواندا د ازادۍ دموکراتیک ځواک هم بلل 

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...