اوبه د ژوند له ارزښتناکو سرچینو څخه یوه ده؛ خو په کابل کې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي، د دې ښار په ځینو سیمو کې د څښاک پاکې اوبه بېپروا ضایع کېږي.
د کابل ښار په ځینو سیمو کې لیدل کېږي چې د سړکونو ترڅنګ پر پليلارو او ویالو کې اوبه بهېږي. دا اوبه د دې پر ځای چې په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي، په عامه ځایونو کې بهېږي او ضایع کېږي. دغه وضعیت نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو لامل کېږي، بلکې په پليلارو کې د اوبو د راټولېدو له امله د خلکو تګراتګ هم له ستونزو سره مخ کوي.
د کابل یو تن اوسېدونکی جواد احمدي له خلکو غواړي چې د څښاک اوبو په مصرف کې سپما وکړي او د پليلارو او کوڅو د مینځلو پر مهال د اوبو له ضایع کېدو ډډه وکړي. نوموړی زیاتوي چې د ورښت د اوبو راټولول د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو په پیاوړتیا کې ګټور تمامېدای شي.
بلخوا، د کابل یو بل اوسېدونکی مدثر صالحي هم د اوبو سرچینو کمښت ته په اشارې د اوبو د سپما پر اړتیا ټینګار کوي. نوموړی له خلکو غواړي چې د پليلارو او کوڅو د مینځلو پر مهال ډېرې اوبه مصرف نشي. د هغه په وینا، د ورښت د اوبو ټولول او د ښاري نلونو له لارې د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی د اوبو د سرچینو د ساتنې له اړینو لارو څخه دي.
ورته مهال، د چاپېریال ساتنې کارپوه عبدالبصیر ترابي وایي، د اوبو ضایع کول یوازې د یوه فرد ناسم چلند نه دی، بلکې یو ټولنیز مسوولیت هم دی او ټول ښاریان باید د اوبو په مصرف کې پاملرنه وکړي او له بېځایه لګښت څخه یې ډډه وکړي.
نوموړی د اوبو د ارزښت او سپما د لارو چارو په اړه د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي لوړول اړین بولي او ټینګار کوي چې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره باید د څښاک په اوبو د پليلارو له مینځلو ډډه وشي او پر ځای یې له جارو او نورو مناسبو لارو چارو څخه ګټه واخیستل شي.
د چاپېریال ساتنې یاد کارپوه دغهراز د اړوندو ادارو پر مسوولیت ټینګار کوي او د اوبو د سرچینو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د جدي څارنې غوښتنه کوي.
بلخوا، د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزی وايي، کابل ښاروالۍ د ښار د شنو سیمو د خړوبولو لپاره ځانګړی سیستم لري او هڅه کوي چې د ویالو او شنو سیمو د خړوبولو لپاره تر خپله وسه د تصفیه خونو اوبه، د حوضونو اوبه او د ښار د سطحي اوبو نورې سرچینې وکاروي څو د ځمکې لاندې اوبو کارول یې وروستی انتخاب وي.
نوموړی د کابل له ټولو اوسېدونکو غواړي چې په هېڅ ډول اوبه ضایع نه کړي او د پاککارۍ پر مهال د اوبو له ډېر مصرف څخه ډډه وکړي؛ ځکه د هغه په وینا، د پاک کارۍ لپاره نورې بدیلې لارې هم شته چې خلک ترې ګټه اخیستلای شي.
نوموړی دغهراز زیاتوي چې د اوبو د سرچینو ساتنه او له دې حیاتي نعمت څخه سمه ګټه اخیستنه د راتلونکو نسلونو لپاره د ښه ژوند زمینه برابرولای شي.
ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد وايي، د اوبو د بېځایه مصرف د مخنیوي او د سپما د کلتور د دودولو په موخه یې د جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې د پوهنې، لوړو زدهکړو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو په همکارۍ د دغو پروګرامونو له لارې خلکو ته د اوبو او انرژۍ د سپما د ارزښت په اړه پوهاوی ورکول کېږي.
د هغه په وینا، فابریکې او سوداګر هم باید د اوبو د مصرف اړوند قوانین مراعات کړي او په ساختماني پروژو کې د اوبو د بیا کارونې او جذب سیستمونه وکاروي.
د دغه وزارت ویاند له ښاریانو غواړي چې اوبه یوازې د اړتیا وړ چارو لپاره وکاروي او د اسراف د مخنیوي او د بدیلو لارو چارو په خپلولو سره د اوبو د سرچینو په مدیریت او ساتنه کې ونډه واخلي.
اوبه د ټولو ښاریانو ګډه شتمني ده او د هغې ساتنه یوازې د کورنیو مسوولیت نه دی، بلکې رسټورانټونه، سوداګریز مرکزونه او نور بنسټونه هم باید د اوبو په سم مصرف کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په پای کې ویلی شو چې د اوبو ساتنه د ژوند او راتلونکو نسلونو د راتلونکي ساتنه ده. که نن د دې حیاتي سرچینې په مصرف کې پاملرنه ونه شي، ښايي راتلونکي نسلونه له لا جدي ستونزو سره مخ شي.
راپور: حسنی شمسي
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس