Home » افغانستان » امنیت شورا:د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی
رویداد خبري آژانس

امنیت شورا:د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی

ملي امنیت شورا وایي د بهسودو پېښې د ارزونې لپاره یې یو پلاوی لېږلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا، سیمه ییزو ارګانونو او ملي امنیت ادارو یو ګډ پلاوی د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ ته تللی او په دغه ولسوالۍ کې وروستۍ رامنځ ته شوې پېښه په هر اړخیزه توګه ارزوي.

په دغه ولسوالۍ کې د علي پور غیر مسوولو او ناقانونه وسله والو د افغان حکومت پر پوځ برید کړی دی چې له امله یې اوږده نښته رامنځ ته شوې او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی چې له کلونو راهیسې د افغانستان په مرکزي سیمو کې فعالیت کوي او وخت ناوخت د خلکو په ځورونه او تښتونه هم تورن شوی دی.

هغه په ۲۰۱۸ز کال کې افغان ځواکونو ونیو خو د ولسمشر دویم مرستیال د یو لړ ضمانتونو تر اخیستلو وروسته بېرته خوشی کړ چې اوس بیا ځلې حکومت ته په ستره ستونزه بدل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...