امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ قومي مشر او متقاعد ډګروال عبدالولي طوفان قاتل تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ډګروال عبدالولي طوفان قاتل یې نیولی دی، هغه وایي، قاتلین دوه کسان و چې یوه یې په طوفان ډزې کړې او بل د تبلغاتو لپاره ویډیو او عکسونه اخیستل.
ښاغلی صالح لیکلي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې له نوموړي یې ویډیو او انځورونه اخیستي وو، هغه وایي، له یاد کس سره ډېر شمېر اسناد او شواهد هم پیدا کړي دي چې ژر به یې له رسنیو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ مازیګر په کابل ښار کې دوه کسان ترور شول.لومړی برید د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوته سنګي سیمه کې ناپېژندو وسلهوالو د غزني ولایت قومي مشر او د لوګر د امنیه قومندانۍ پخوانی د امنیت امر سمونوال عبدالولي طوفان په ډزو وواژه. او دویم برید د څرخي پله فامیلیو سیمه کې د ملي اردو د فرقي د جومات پر ملا امام حمیدالله بخاري شوی چې یاد برید کې ووژل شو.