Home » سیمه او نړی » امریکا کې په دریو جلا بریدونو کې ۳ کسه وژل شوي
رویداد خبري آژانس

امریکا کې په دریو جلا بریدونو کې ۳ کسه وژل شوي

د امریکا په شیکاګو ایالت کې په دریو جلا وسله والو بریدونو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شیکاګو سن ټایمز د دغه ایالت د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې لومړۍ پېښه د شپې په نهه بجو، دویمه د سهار په شپږو او درېیمه هغه هم تر دویمې پېښې څو شېبې وروسته د دغه ایالت په بېلو سیمو کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وایي چې په دې پېښو کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

چارواکو د ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی خو زیاتوي چې د یادو پېښو په تړاو تر اوسه کوم څوک نیول شوي نه دي.

د یادونې ده چې د کرونا وبا له پراختیا سره سره په دغه هېواد کې وسله وال تاوتریخوالی هم خپل په بېساري توګه ډېر شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...