Home » سیمه او نړی » امریکا کې له کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴۷۱ زره واوښت
رویداد خبري آژانس

امریکا کې له کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴۷۱ زره واوښت

د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۳۱۹ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۴۷۱ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی.

د یاد پوهنتون په وینا په دې وروستیو کې په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او په تېره یوه شپه او ورځ کې د دغه ویروس ۹۵ زره او ۹۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له همدې سره پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر بیا ۲۷ میلیون او ۲۸۵ زره او ۱۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.

د کوید یو اس اې په نامه مرکز چې د کرونا ویروس د تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري وړاندوینه کړې ده چې ښایي په راتلونکې یوه میاشت کې په امریکا کې له کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر ۵۴۴ زره او ۶۲۲ ته او پر همدې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا ۲۹ میلیون او ۱۷۷ زره او ۲۰۲ ته لوړ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...