د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې ‘اېف.بي.ای’ ویلي چې د ماشومانو د ځورونې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیولو لپاره د عملیاتو پر جریان کې د دې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د امریکا په فلورېډا ایالت کې شوې ده.
د ‘اېف.بي.ای’ یوه مامور مایکل لېوراک پرون په میامي کې وویل چې تورن کس د خپل کور له داخله د دې ادارې پر مامورینو ډزې وکړې چې په متقابلو ډزو کې په خپله هم ووژل شو.
د وژل شوي تورن کس هویت نه دی په ډاګه شوی.