Home » افغانستان » امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغان سوله د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو په ګټه ده
رویداد خبري آژانس

امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغان سوله د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو په ګټه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې او د سیمې د هېوادونو ونډه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ده

د دې وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ (د کب۲۱مه نېټه) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې ګټه رسېږي.

ښاغلی پرایس زیاتوي: “د انصاف خبره دا ده چې ووایو، موږ د روسیې او د سیمې هېوادو ونډه د افغانستان په امن او ثبات کې مهمه ګڼو. پخوا مو هم له روسیې سره د افغان سولې د ملاتړ په هدف له روسیې سره کتلي دي، خو د اوس لپاره داسې د کومې غونډې خبره نه‌شته چې له تاسو سره‌یې شریکه کړم.”

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې راتلونکې پنجشبه به د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه وي.

یو شمېر افغان چارواکو او سیاستوالو ته په دې غونډه کې د برخې اخیستنې بلنې ورکړل شوې دي، خو تر اوسه چا په دې غونډه کې د ګډون خبره رسماً نه‌ده تأیید کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...