افغان ولسمشر وایي، چې د جو بايډن په مشري د امريکا حکومت کابل ته يو پلاوی رالېږي چې د سولې روانه پروسه وارزوي.
ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې خبرې یې کولې وویل، امريکا له ولسمشر جو بايډن سره په دې اړه چې څنګه د سولې روانه پروسه سمولای او ښه کولای شو، وېډيويي خبرې کړي.
روښانه نه ده چې په دغه پلاوی کې به څوک شامل وي، خو د ولسمشر له خبرو داسې ښکاري چې زلمی خليلزاد نه به وي پکې.
په دې وروستيو کې له خليلزاد سره د ولسمشر اړيکې خړې پړې شوې دي او داسې هم ويل کېږي چې څه موده وړاندې ولسمشر ورسره له ليدو هم انکار کړی وو.
بلخوا پرون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي پرون روسیې کې یوه غونډه کې ويلي وو،چې ولسمشر غني د سولې په برخه کې خنډ دی، که هغه له مخه ايسته شي، طالبان به له نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
ولسمشر د عباس ستانکزي خبرو په غبرګون کې ویلي، مؤقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او دی د دې صلاحیت نه لري چې جمهوریت منحل کړي.
ولسمشر غني چې پرون د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې یې خبرې کولې وویل،افغانان له مؤقت حکومت بدې خاطرې لري، ځکه په وینا یې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه.
نوموړی زیاته کړې، زه په هیڅ ډول د سولې مخالف نه بلکې د سولې قهرمان دی.
ولسمشر غني وايي،زلمي خلیلزاد دامریکا استازی دی او د امریکا له ګټو حمایت کوي،خو په وینایې دی د افغانستان ولسمشر دې او له افغاني ګټو ملاتړ کوي.