Home » سیمه او نړی » امریکایي څارنوالان: که ډونالد ټرمپ محکوم نشي بیا به د ګډوډیو هڅه وکړي
رویداد خبري آژانس
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ

امریکایي څارنوالان: که ډونالد ټرمپ محکوم نشي بیا به د ګډوډیو هڅه وکړي

د امریکا مشرانو جرګه کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح دریمه ورځ د هغو ډیموکراټ استازو په جمع بندۍ پای ته ورسېده چې دې استیضاح کې یې د څارنوالانو رول درلود.

دوی خبرداری ور کړ، که ټرمپ د جنورۍ پر ۶ پر کانګرس د برید له امله محکوم نه شي، د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به هم د نوماندۍ چانس ولري او که ماتې وخوري بیا به خپل پلویان پر کانګرس “بلوا” ته وهڅوي.

د امریکا پخوانی ولسمشر تورن دی چې د تېر نومبر ټاکنو کې د درغلیو ادعا او له سند وړاندې کولو پرته پر دغه ادعا په ټینګار سره یې خپل ملاتړي مختلفو ایالتونو کې د ټاکنو پر چارواکو، د کانګرس پر غړو او ان خپل مرستیال مایک پېنس پرضد وپارول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...