Home » افغانستان » امریکا:په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی
رویداد خبري آژانس
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

امریکا:په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی

د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره شپه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

د جان کربي ویلي، په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

د نوموړي په خبره د سولې له خبرو سره هممهاله ټاکل شوې وه چې تاوتریخوالی کم شي، خو اوسنی روان تاوتریخوالی ښيي چې وضعیت کړکېچن دی او افغانان د جګړو له ډېرېدو اندېښنه لري.

پنټاګون تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده خو په دې تړاو یې خپل اقدامات نه دي روښانه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...