امریکا وایي دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمويي.
په سپينه ماڼۍ کې سرچینو دې هېل نشریې ته د وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې دا د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.
سرچینه وایي دا د هغو وړاندیزونو په لړ کې څو وړاندیزه دي چې افغانانو ته مخکې شوي او هڅه کېږي د افغان جګړې د پای لپاره یې پر سر بحثونه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دا افغانان دي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.
ددغه وزارت د ویاند نېډ پرایس ویلي، په افغانستان کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او افغانانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د حل پر یوه اغېزناکه لار هوکړې ته سره ورسېږي.
دده په خبره امریکا هم په دې لټه کې ده چې وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راټيټه کړل شي.