Home » سیمه او نړی » امارات؛ بهرني زده کوونکي اوس خپلې کورنۍ رابللی شي
رویداد خبري آژانس

امارات؛ بهرني زده کوونکي اوس خپلې کورنۍ رابللی شي

متحده عربي اماراتو د اقامي په قوانینو کې د اصلاحاتو او تغیراتو خبر ورکړی دی. د دغه خلیجي هیواد د تازه قوانینو له مخې تر دې وروسته بهرني زده کوونکي کولی شي چې خپلې کورنۍ هم متحده عربي اماراتو ته ور وغواړي.

د خلیج ټایمز په نوم د متحده عرب اماراتو یوې انګلیسي ژبې انترنتي ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې د متحده عربي اماراتو د اقامې په قوانینو کې د تغیراتو خبر ورکړی دی. د دغه رپوټ له مخې، دغه تغیرات د دې خليجي هیواد کابیني تائید کړي او دا چې له دې وروسته په دغه عربي هیواد کې بهرني زده کوونکي کولی شي چې د خپلې کورنۍ غړي متحده عرب اماراتو ته راولي.

د یادې ورځپاڼې په حواله، متحده عربي امارات په سیمه کې د زده کړې له پلوه یو له غوره هیوادونو څخه شمیرل کیږي. رپوټ زیاتوي چې په دغه هیواد کې له ۷۷ ډیر پوهنتونونه فعالیت لري چې پکې په لسهاوو زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د نویو قوانینو له مخې، تر دې وروسته په متحده عرب اماراتو کې میشت بهرني زده کوونکي په هغه صورت کې چې د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو او د ژوند د مصارفو د پوره کولو امکانات ولري، کولی شي چې د کورنۍ غړي را وغواړي او ګډ ژوند ولري.

د متحده عرب اماراتو د ولسمشر مرستیال هم د ټویټر د یوه پیغام له لارې په قوانینو کې د تغیراتو خبر ورکړی دی. متحده عرب اماراتو په دې وروستیو کې د سیلانیانو د راجلبولو په خاطر، په ورته اقداماتو لاس پورې کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...