Home » افغانستان » الېسن بلېک،په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

الېسن بلېک،په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې

بریتانیا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسن بیلیک له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

رویداد خبري آژانس

الیسن دغه راز ویلي چې بریتانیا به له افغان دولت او خلکو سره خپل مشارکت دوامداره وساتي او په بېلو برخو کې له افغان دولت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

نوموړې د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د جینوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ژر پایته رسېدو ټینګار کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...