Home » سپورټ » افغان کرکټ ملي ټیم له زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ وګټله
رویداد خبري آژانس

افغان کرکټ ملي ټیم له زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو درېیمه سیالی هم پرون شنبې په ورځ (دکب ۳۰مه نېټه) له زېمبابوې وګټله.

د افغان لوبډلې د زېمبابوې ټیم ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان ټیم د زېمبابوې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې دغه هدف‌یې پوره نه‌شو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

افغانستان له دې وړاندې په دوو نورو ۲۰ اوریزو لوبو کې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان په دغو لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړې چې یوه‌یې ګټلې او یوه‌یې بایللې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...