Home » افغانستان » افغان ولسمشر:طالبان دې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر:طالبان دې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي

ولسمشر غني له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو ټینګار کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې په ورځ جنورۍ۲۵ (سلواغې ۶) د کابینې په غونډه کې یو ځل بیا ویلي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، سوله دې وکړي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

ولسمشر همدا راز د امریکا د حکومت ددې پرېکړې هرکلی کړی دی چې غواړي د دوحې تړون له سره وارزوي او دا روښانه کړي چې یادې ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

افغان ولسمشر دغه راز د سولې په برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرسته او همکاري هم اغېزناکه بللې ده او له دوی یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...