د افغانستان د کرکټ بورد وایي افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لیګ په درشل کې د ایرلنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري ولاړل.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د عمان هیواد پرځای متحد عربي اماراتو ته د ۹ میاشتني ځنډ وروسته خپل لومړنی رسمي سفر ترسره کړي او د جنورۍ په ۱۹ نېټه به خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د مېلمه ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
وړاندې داسي ویل شوی و چې افغانستان به نن د دې درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره عمان ته سفر وکړي چې پرون یې د دې هیواد ویزې هم ترلاسه کړي وي.
د کریک بز د راپور پر اساس افغانستان کرکټ بورډ هغه وخت خپل پلان بدل کړ کله چې ایرلینډ کرکټ بورډ او لوبډلې یې د عمان هیواد د تګ څخه انکار وکړ.