Home » افغانستان » افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له تازه شرطونو هرکلی کړی
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له تازه شرطونو هرکلی کړی

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د مرستو ددوام لپاره د نړیوالې ټولنې له تازه شرطونو څخه هرکلی کوي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت د مرستو ددوام لپاره د مرستندویه هېوادونو له شرطونو او تازه څرګندونو هرکلی کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان حکومت د تېر لاس ته راوړنو د ساتلو، سولې راوستلو، افغان خاوره د چا پر ضد نه کارولو، د فساد پر وړاندې مبارزه کولو او دې ته ورته د نړیوالو ټولنې د لسو شرطونو عملي کولو ته تیار دی او هرکلی یې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې مخ ته یوسي او په دې توګه دې له افغان حکومت او افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ پیاوړی کړي.

افغان حکومت ټینګار کړی چې دوی د سولې لپاره هر اړخیزه هڅه کوي او د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې به هم پر دې مسئله د نړیوالو لا ډېر ملاتړ خپل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...