Home » افغانستان » افغانستان کې ۸۳ کسان په کووید۱۹ اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې ۸۳ کسان په کووید۱۹ اخته شوي

روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۸۴۷ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کووید ۱۹ اخته لس تنه مړه شوي او ۲۶۰ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۵۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۱۲ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې تر اوسه د کرونا وبا اووه زره او ۹۵۰ مثبتې پېښې فعالې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...