Home » افغانستان » افغانستان کې ۴۶ کسان په کووېد-۱۹ اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې ۴۶ کسان په کووېد-۱۹ اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۴۶ کسان په کووېد-۱۹ اخته شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۳ تنه مړه شوي او ډېر شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۰۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۱۳۷ ته رسېدلی دی.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...