Home » افغانستان » افغانستان کې ۱۴۱کسان په کرونا وېروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې ۱۴۱کسان په کرونا وېروس اخته شوي

روغتیا وزارت وايي، هېواد کې ۱۴۱ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وېروس ۱۴۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۰ زره او ۶۷۷ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په دې موده کې پر کرونا ا خته ۲۰ تنه مړه شوي او ۳۵۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۷۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۹ زره او ۱۵۸ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې تر اوسه د یادې ناروغۍ نهه زره او ۴۵۵ مثبتې پېښې فعالې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...