د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۹۴ کسان په کووید- ۱۹ د اخته کېدو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۱۰۵ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۱۳۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۲۴۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۶۶۶ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت په وار وار له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.