Home » افغانستان » افغانستان کې تازه کرونا ویروس ۴ کسان مړه او۶۲ نور پرې اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې تازه کرونا ویروس ۴ کسان مړه او۶۲ نور پرې اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله څلور کسان مړه او ۶۲ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت وایي، دا څلور کسان په کاپیسا، لوګر او فراه کې مړه شوي.

چارواکو په افغانستان کې د دې وایروس د بدلې بڼې خبرداری ورکړی او د چټک خپرېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چارواکو په خبره، چې د عامې روغتیا وزارت په کوویډ-۱۹ د اخته او ترې د مړو کسانو یوازې هغه شمېرې خپروي، چې روغتیایي مرکزونو ته ځي.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس ۵۶زره ۳۸۴ رسمي پېښې ثبت شوې او د کووېډ- ۱۹ له امله د مړو شویو شمېر ۲ زره ۴۷۶ کسانو ته رسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...