Home » افغانستان » افغانستان کې تازه۱۲۰ کسان په کرونا وبا اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې تازه۱۲۰ کسان په کرونا وبا اخته شوي

روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۳۲۷ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۴۵۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۶۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۳ زره او ۲۹۱ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو وار بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...