Home » افغانستان » افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې بنګله‌ دېش ‏ماتې ورکړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې بنګله‌ دېش ‏ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د پيل شوې دريو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې يادې لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

ياده لوبه پرون (چهارشنبې، د لړم ۱۶مه) د افغانستان په کوربه‌ توب په شارجه کرکټ ‏لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه، چې د محمدنبي ‏۸۴، حشمت‌الله شاهدي ۵۲، ننګیال خروټي ۲۷ او ګلبدین نایب ۲۲ منډو پر مټ یې مقابلې لوبډلې ته د ‏۲۳۶ منډې هدف وټاکه.‏

د بنګله دېش لپاره په توپ‌ اچونه کې شریف ‌اسلام یوه، تسکین احمد او ‏مصطفیض ‌الرحمن څلور- څلور لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې بنګله دېش لوبډلې ونشو کولای ياد هدف پوره کړي او خپله ټوله لوبډله یې په ۳۴.۳ اورونو کې په ۱۴۲ منډو کې له لاسه ورکړه.

په افغان توپ‌ اچوونکو کې الله ‌محمد غضنفر ۶، راشدخان دوه، محمدنبي ‏او عظمت‌الله عمرزي یوه – یوه وېکټه واخیسته.

غضنفر په دغه لوبه کې په ۶.۳ اورونو کې تر نورو ډېرې شپږ ويکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ بله پنځوس اوریزه لوبه به د راتلوونکې اوونۍ شنبې په ورځ ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...