ټاکل شوې نن شنبه د ډیسمبر پنځمه (لېنډۍ ۱۵) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شې، په دې غونډه کې به د ولسمشرغني ترڅنګ د یادې شورا ټول غړي او د هېواد جهادي مشران هم شامل وي.
نن شنبه د په ارګ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا لومړۍ غونډه را بلل کېږي او وروسته له یادې غونډې به دغه شورا رسمآ د سولې په برخه کې کار پیلوي.
بل لوري ته ملي مصالحې عالي شورا ته نږدې سرچینې رسنیو ته ویلي ، مخکې تر دې چې دغه غونډه را وبلل شي افغان ولسمشر د یادې شورا څلور مهم کسان له لېست ایستلي او هغوی ته یې په دغه ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
سرچینې زیاته کړه، په دې کسانو کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ملي پخلاینې د عالي شورا سلاکاره فرخنده زهران نادري، سید اسحاق ګیلاني او شهزاده شاهد شامل دي.
خو ارګ تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه وروسته تر هغه جوړېږي چې دوې اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو د یو اعلامیې په ترڅ کې د ولسمشره غوښتي و چې د ملي پخلاینې عالي شورا دې ژر تر ژره په کار پیل وکړي او د سولې په خبرو کې دې رول ولري او د افغان حکومت په استازیتوب دې خپل دریځ څرګند کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا چې څه باندې شپږ میاشتې کېږي رامنځته شوې ده تراوسه د یادې شورا د غړو تشکیل نه و جوړ چې تازه د اروپایي ټولنې تر اعلامیې وروسته د یادې شورا د غړو لېست اماده شو او نن یې لومړنۍ غونډه را بلل کېږي.