Home » افغانستان » اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی
European Union

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات کې د جمعې ورځې د خونړي بريد د قربانيانو له کورنيو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې په خپله اعلاميه کې دا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی او ترهګريز عمل د منلو وړ نه دی.

اروپايي ټولنې همداراز ټينګار کړی چې په هر حال بايد د ملکي خلکو ژوند خوندي وساتل شي او د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره بايد جدي ګامونه واخيستل شي. دغه بنسټ همداراز غوښتنه کړې چې د ورته پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره بايد اغېزمن اقدامات ترسره شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې تېره جمعه په هرات کې په يوې تفريحي سيمه کې وسله‌والو کسانو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. تر اوسه د دې بريد مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی، خو امنيتي چارواکو د پېښې د څېړنې خبر ورکړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...