وروسته تر هغه چې په نګورنو قرهباغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اوربند وشو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ارمنستان ته ګواښ کړی دی چې که چېرته له اوربنده سرغړونه وکړي نو دروند پور به یې پرې کړي.
اوغلو زیاته کړې، ارمنستان چې کومې ژمنې کړې دي باید ورته ژمن پاتې شي او د هوکړې پر بنسټ لاندې کړې سیمې هم بېرته اذربایجاني لوري ته وسپاري.
هغه ویلي، دوی په تېره جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی دی او که چېرته بیا د اذربایجان خاورې ته ګواښ پېښ شي نو دوی به یې بیا هم ملاتړ ته ورودانګي.