Home » سپورټ » احمدولي هوتک د خپل برازیلي سیال سره په کابل کې لوبه لري
رویداد خبري آژانس

احمدولي هوتک د خپل برازیلي سیال سره په کابل کې لوبه لري

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک څه موده وړاندې خبر ورکړی وو، چې دا ځلي  په هېواد دننه په کابل کې یوه سخته سیالي ترسره کوي او بلاخره یې پرون دوشنبه د خپل سیال سره د لوبې کولو نېټه اعلان کړه.

هوتک پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه به په کابل کې د برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبه ترسره کړي.

هغه لیکلې، چې دا لوبه د یاد سرسخت سیال په وړاندې «TGFC» سازمان کي ترسره کوي، چې دی به ورته پوره چمتوالی ونیسي.

احمدولي هوتک ویلي، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.

هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.

هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...