د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د دې سازمان امنيت شورا ته د خپل درې مياشتني راپور وړاندې کولو پرمهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو په شمول د افغانانو اساسي حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د نوموړي په راپور کې ويل شوي، که څه هم طالبان د خپلو ادارو پر پياوړي کولو لګيا دي؛ خو په دې ترڅ کې يې د افغانو نجونو او ميرمنو پر بنسټيزو حقونو او ازاديو بنديزونه هم لګولي دي.
په راپور کې ليکل شوي، چې د همدې بنديزونو په ترڅ کې نجونې له زدهکړو بې برخې شوي او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی، چې د نجونو پرمخ په کې ښوونځي تړل شوي دي.

په راپور کې له دندو د ښځو ګوښه کول، پرې په زور د مخونو پټول او پرې له محرم پرته د سفر کولو بنديز لګول د نجونو او ښځو له اساسي حقونو د طالبانو سرغړونه بلل شوې ده.
انټونيو ګوټريش په دې راپور کې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د نجونو او ښځو په شمول دې د افغانانو بنسټيز حقونه او ازادۍ خوندي وساتي.
په دې راپور کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکو ته هم اشاره شوې او ويل شوي، که څه هم طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه کړې، خو د ګوټريش د راپور له مخې، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري وژل کېدل د يادو اړيکو دوام په ډاګه کوي.
انتونيو ګوټريش په افغانستان کې دامهال د جګړې او له کبله يې د ملګي او نظامي مرګ ژوبلې کچه د پام وړ ټيټه شوې بللې، خو ويلي يې دي چې داعش ډله لا هم يو خطر دی او په افغانستان کې ملکي قومي او مذهبي لږکي هدف ګرځوي.
هغه په خپل دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعيت ډېر ناوړه بللی او ويلي يې دي، چې دې وضعيت افغانان له سخت ځوروونکي حالت سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې، دامهال د اقتصادي ناورين له امله په افغانستان کې نږدې ۲۴.۴ ميلونه افغانان چې ۵۹ سلنه کېږي، بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.