په کندز ولایت کې د طالبانو برید کې د ملي پولیسو او د ملي اردو ۱۲ تنه سرتېري وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي وایي، دغه سرتېري تېره شپه د طالبانو په دوو جلا بریدونو کې وژل شوي دي.
د کندز د والي ویاند عصمتالله مرادي هم دغه بریدونه تأییدوي، خو د وژل شویو سرتېرو شمېر کم یادوي.
دی وايي: “د شینوارو په پوسته باندې وسلهوالو حمله کړې، پنځه پولیس وژل شوي او درې ټپیان دي، دغهراز د کندز ښار او دولتاباد ترمنځ لویه لاره باندې هم طالبانو د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، په دغه برید کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.”
مرادي وایي، وروسته طالبان په شا تمبول شوي چې درنه مرګژوبله هم ورته اوښتې ده.
د شینوارو سیمه د کندز ښار شمال ختیځ لوري ته موقعیت لري او د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه ده.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو دوو اوونیو کې د کندز ښار په نږدې سیمو کې او دغهراز د دې ولایت په ولسوالیو کې پر دولتي ځواکونو د طالبانو وسلهوال بریدونه زیات شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس