د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار ولایت کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد بڼونه چې پکې د انارو، شفتالو، املوک، چهارمغز، لیمو او مالټې بڼونه شامل دي، د ننګرهار د کوټ، روداتو، چپرهار، خوګیاڼي، شېرزاد او اچین په ولسوالیو کې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې په همکارۍ جوړېږي.
دغه راز د کرنې وزارت یاده پروژه په پام کې لري، چې د مني موسم د نیالګیو اېښودو په کمپاین کې هم په ننګرهار کې ۷۵۰ جریبه نورعادي او متراکم بڼونه جوړ کړي دي.
چارواکي وايي، په ننګرهار کې د يادو بڼونو جوړول د بڼوالۍ د ودې او پراختيا ترڅنګ د سیمې د سمسورتیا او د هوا د پاکوالي په برخه کې مرسته کوي.