Home » اقتصادی » کرنې ریاست:کندهار کې د ګازرو حاصلات زیات شوي
رویداد خبري آژانس

کرنې ریاست:کندهار کې د ګازرو حاصلات زیات شوي

د کندهار دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د ارزونې له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال په یو زرو ۹۸۷ هکټاره ځمکه کې ګازرې کرل شوي دي، چې د روان کال حاصلات یې نږدې ۳۵ زره ټنو ته رسېږي؛ چې د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د دغه ولایت دکرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د ګازرو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ډنډ، پنجوایي، بولدک، دامان، تخته پل، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې ډېر ګازرې کرل کېږي.

د کندهار ولایت د کرنې ریاست د څېړنو له مخې د هلمند خاوره اوبه او هوا د ګازرو پالنې او روزنې ته مناسبه ده، نو په همدې موخه یې ګڼو کروندګرو کښت ته لېوال شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...