د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، انیتا اناند، اعلان کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د برابرولو په موخه له قطر سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
نوموړې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې کاناډا له قطر سره د پانګونې یو مهم تړون هم لاسلیک کړی، چې له مخې به یې کاناډايي شرکتونه د قطر بازار ته پراخ لاسرسی ومومي.
اناند د خلیج په سیمه کې د قطر د منځګړیتوب د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره د همکاریو پراختیا ته ژمن دي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه قونسلي هوکړه به له کاناډايي وګړو سره د تړلو پېچلو قضیو په حل کې د قطر همکاري پیاوړې کړي. قطر به په دې برخه کې د کاناډا په استازیتوب د قونسلي همکاریو رول ولوبوي.
دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې، چې کاناډا په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه ځنډولي وو.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس