Home » ریپوټ » کاناډا او امریکا یو ځل بیا د سوداګرۍ ځنډېدلې خبرې پیل کړې
کانډا ولسمشر
د امریکا او کاناډا سوداګري

کاناډا او امریکا یو ځل بیا د سوداګرۍ ځنډېدلې خبرې پیل کړې

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني اعلان کړی، چې هېواد یې له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو نوې دوره پیل کړې ده. د راپورونو له مخې، دا خبرې وروسته له هغه بېرته پيل شوې، چې کاناډا د ځینو امریکایي شرکتونو پر عوایدو د درې سلنه مالیې پلي کېدو پلان بېرته واخیست.

تمه وه، چې دغه مالیه به له نن ورځې عملي شي، چې له امله به یې د امازون، ګوګل، میټا او نورو امریکایي کمپنیو نږدې دوه میلیارده ډالر زیانمنې شوې وی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه خبرداری ورکړی و، که چیرې کاناډا له دغې مالیې نه لاس وانخلي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې خبرې به وځنډېږي. نوموړي دا ګام د امریکا پر وړاندې یو ښکاره برید بللی و.

تر دې وړاندې، ټرمپ پر یو شمېر کاناډايي توکو تعرفې لګولي وې، چې د کاناډا د خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

خالد سیر

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

حماس وایي د اشغالګرو ټولې هڅې به له ماتې سره مخ شي

د حماس یو لوړپوړي غړي ...