د عامې روغتيا وزارت، ابن سینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستريز روغتون د عامه پوهاوي ټيم له لوري د قلعه کاشف عالي لېسې څه باندې ۴۳۰۰ زده کوونکو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پروګرام کې زدهکوونکو ته د نشهيي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه معلومات ورکړل شول او د روږدي کېدو د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
همداراز، په دغه پروګرام کې د ځوانانو د روښانه راتلونکي پر اهمیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د «نه» ویلو او د روږدي کېدو د مخنیوي پر لارو چارو ټینګار وشو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس